دبن دوهم کنفرانس دافغانستان لپاره ښه موقع او فرصت دې
رحمت اله روان رحمت اله روان

 

د افغانستان لپاره دبن دوهم نړيوال کنفرانس د ډسمبر پر پنځمه په المان کي دايريږي، چي شاوخوا د ۹۰هيوادونو استازي به ګډون پکښي ولري ،دغه غونډه چي رياست يې د افغان حکومت او کوربه توب يې د المان پر غاړه دئ، د بهرنيو چارو د وزيرانو په سطح جوړيږي. ويل شوي دي، چي ملګري ملتونه به په دغه کنفرانس کي مهم نقش و لوبوي ،په بن کې دويم نړيوال کنفرانس د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او نړيوالې ټولنې لپاره د بنسټيزې پراختيا، د قانون حا کميت ، غوره حکومتدارۍ ، دسولې اوعدالت تامين او د افغانستان د ربړيدلو خلکو د حالت د سمون لپاره د هلو ځلو يوه ښه موقع اوفرصت ده.د تيرو لسو کلونو تجربو او له لاسه وتلو فرصتونو ته په کتنه  د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او نړيوالې ټولنې د يوه نظر په خپلولو په هر اړخيزه توګه په افغانستان کي د امنيت راوستلو لپاره خپلې هلې ځلې يوځاي کړي ،چې د افغانستان اوسيدونکي اودنړۍ نور هيوادونه يو ځل بيا د تروريزم او سيمه ايزو  ناخوالو په اورکې ونه سوزي،ټول پوهيږو چې په تيرو لسو کلونو کې څه ناڅه د بشري حقونو د ارزښتونو د ساتنې او نورو لاسته راوړنو په اړه ځینی پرمختګونه  شوي دی، په داسې حال کې چې ددغه پرمختګونو ساتنه او دوام غوا ړی ، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت بايد  زيار وباسي چې  د خپل کاري ظرفيت لوړولو ،  د مديريت نشتوالي ستونزو حلولو ، له فساد سره مبارزه، د ټولنيزو او پرمختيايي خدمتونو وړاندي کولو، د د موکراتيکو بنسټونو تقويه کولو، د بنسټيزو ازاديو او رسنيو آزادۍ ساتنې، د انساني  حقوقو درناوي، له قانون څخه  د تيښتي او د بښنې فرهنګ ختمولو، د حق او عدالت تأمين او په زياته اندازه  د خلکو دزيانونو کمولو  ( په خاصه توګه د ظلم د قربانيانو او بې عدالتي په وړاندې ) مسلو ته لومړيتوب ورکړي چې په حکومت او نظام باندې د خلکو باور زيات کړل شي

 دبن دکنفرانس په هکله د افغانستان او پاکستان له پاره د آلمان خاص استازی وايي، د بن دوهمي غونډي ته سياسي ډلي نه دي ور بلل سوي، بلکي هلته به د دولتونو د استازو په کچه خبري اتري تر سره کيږي،ميشايل شټاينر د تیری يکشنبې په ورځ  په کابل کي په يوه خبري غونډه کي وويل، دغه غونډه چي د افغان حکومت ډيري هيلي ور پوري تړلي دي، د حکومت ضد ډلو د استازو له شتون پرته جوړېدونکې ده ، په داسی حال کی چی ځينو سياست والو به ويل، چي د طالبان استاذی هم بايد دغي ناستي ته ور بلل شوي وای، خو شټاينر وايي، چي په دې کنفرانس کي اصلي موضوع د افغانستان سره د نړيوالي ټولني پر اوږدمهالي ملگرتيا را څرخي، او د سولي موضوع به ئې په بغل کي مطرح سي

د ښاغلي شټاينر په وينا، د بن په دوهمه غونډه کي به زړې تيروتني نه تکراريږي ،هغه ويل تر ۲۰۲۴کال پوري له افغانستان سره د نړيوالو مرستي، د سولي بهير او همدا راز افغان ځواکونو ته د مسئوليتونو د ليږد مسلې د بن د دوهمي غونډي اصلي منځپانګه جوړوي ،دا يوه دولتي غونډه ده، چي جرمني ورته دولتونه را غوښتي دي، نه سياسي ډلي، دلته به د حکومتونو په کچه خبري کيږي، د ډيرو ملکونو يو يو استازی به پکښي برخه ولري او مشري به ئې افغانان کوي. ،د دجرمنی دخاص استازی( شټاينر) د وينا له مخي، چي د سيمي د هيوادونو د استازو په ګډون به د تماس په غونډه کي د بن د دوهم کنفرانس پر ترتيباتو، ګډون کونکو او د بحث وړ موضوع ګانو پر بېلا بېلو اړخونو وار دمخه خبري شوی دې ،همدا راز د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين جاويد لودين  هم ویلی دی چي د بن د کنفرانس د ګډون والو نوم لړ جوړ سوی او افغان حکومت ئې د مشرتوب تر سره کولو ته پوره چمتووالی نيولی دئ ،جاويد لودين وويل چي دغي غونډي ته به سياسي ډلي نه را بلل کيږي، بلکي هلته به افغان ولسمشر د خپل ولس په استازي توب برخه اخلي

 دبله لوری د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو ويستروېله او ددغه هيواد د دفاع وزير توماس دي ميزېر د بن د دوهم نړيوال کنفرانس تر مخه يو وار بيا ويلي دي چي د افغانستان د سولي په پروسه کي د طالبانو د ورگډېدو طرفداران دي ،نوموړودواړو وزيرانو ويلي دي، چي د افغانستان د پخلايني په پروسه کي بايد طالبان ورگډ کړل سي ،د (بيلد ام زونتگ) المانۍ ورځپاڼي سره په گډه مرکه کي دواړو وزيرانو ويلي دي، چي پخلاينه د ملگرو تر منځ نه، بلکي د مخالفينو تر منځ کيږي،گيدو ويستر ويله، چي د ډسمبر د مياشي پر پنځمه نېټه په بن کي د افغانستان په اړه د نړيوال کنفرانس کوربه دئ، وايي: «هيڅوک په دې نه پوهيږي، چي د افغانستان د سولي پروسه به بريالۍ سي، خو ټولو هوکړه کړې، چي په دې لاره کي بايد هلي څلي وسي ،ويستر ويله په دې عقيده دئ، چي په روان وخت کي د افغانستان جگړه د گټلو نه ده ،پسله لسو کلونو دا روښانه ده، چي په افغانستان کي د پوځي لاره نه، بلکي د يوې سياسي لاري سړی کولای سي، يوې پايلي ته ورسيږي،افغان حکومت ويلي ول، چي د بن په کنفرانس کي د طالبانو له پاره د گډون اجازه نسته او دا چي دا کنفرانس د سياسي ډلو نه، بلکي د دولتونو تر منځ دئ ،اوس داسي ويل کيږي، چي د طالبانو د وخت لوړ پوړي چارواکي ملا عبداسلام ضعیف او وکیل احمد متوکیل دواړه وار دمخه  المان ته رسېدلي دی او هلته په سياسي ليدنو کتونو بوخت دي، خوپه عین حال کې په افغانستان کی دانګلستان سفیر ویلیم پیټي وایي، چې د بن په کنفرانس کې یي د ګډون کوونکو لست لیدلی خو څرګندوي چې په دې لست کې د وسلوالو طالبانو د استازي نوم نشته، ده وویل، تمه نه کوي چې د بن په کنفرانس کې طالبان برخه واخلي

د افغان ولسمشر حامد کرزي امنيتي سلاکارداکتر رنگين دادفر سپنتا ، په کابل کي د المان له خبري آژانس سره په يوه مرکه  کی ویلی دی، په داسي حال کي چي په بن کي د افغانستان د نړيوال کنفرانس له پاره د ګوتو په شمار ورځي پاته دي، افغان حکومت له طالبانو سره د روغي جوړي چانس نه ويني ،د دې پوښتني په ځواب کي چي آيا د مخالفینو په اړخ کي کوم مشخص استازي وجود لري چي ور سره خبري اتري وشي، سپنتا وويل:«مطلقاً نه،نوموړی همداراز په خپله مرکه کي ویلی دی چی،د پاکستان د استخباراتي ادارې او پوځ  له خوا د شين څراغ ورکولو څخه پرته طالبان هيڅکله د سولي خبرو اترو ته نه کښېني،ښاغلی داکتر سپینتا ویلی دی چي، دی داسي کومه نښه نښانه نه ويني چي د طالبانو مشرۍ ته دي اجازه وي چي د کرزي له حکومت سره خبري اتري وکړي ،د افغانستان داسلامی جمهوریت امينتي مشاور پخپله مرکه کي داسی  يادونه کړی ده چی:زموږ بهرنيو متحدينو کله نا کله له ياغيانو سره د تماسونو خبره کړې ده، چي گويا له هغوئ سره د سولي خبري اتري رواني دي. خو دا کارهيڅ کله نه دی شوی. موږ تر اوسه پوري د طالبانو رسمي استازی ليدلی نه دی ،سپنتا د تر اوسه پوري سولي د هڅو په اړه ویلی دی چی له مخالفینو سره خبري له خنډ سره مخامخ نه دي، بلکي اصلاً دا خبري پيل شوي نه دی ،دا کومه پټه خبره نه ده چي په افغانستان کي د زور زياتيو ريښه له ګاوندي هيواد څخه اوبه کيږي. کله چي تاسي غواړي چي په يونان کي د مالي کړکېچ د حل له پاره لاره چاره پيدا کړي، نو تاسي ترکيه ته نه ځي، بلکي خپله يونان ته ورځئ، چيري چي دغه ستونزه وجود لري ،که چيري د افغانستان له پولو بهرد ترهګرو مرکزونه له مينځه ولاړ شي او يا د هغوئ قوت کمزوری شي، نو کولای شم چي ووايم ښايي په راتلونکو لس کلونو کي به موږ پر خپلو پښو ودريږو

په داسي حال کي چي په بن کي د افغانستان په هکله نړيوال کنفرانس ته د ګوتو په شمار ورځي پاته دي، د افغانستان د ګاونډي هيواد، پاکستان څخه رپوټونه وايي، چي د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزيره، رباني کهر په دې هکله فکر کوي، چي ايا بن ته سفر وکړي که نه ،. د پاکستان«ډان» نومي ورځپاني د يو رپوټ له مخي د بهرنيو چارو وزيره، حنا رباني کهر ښايي په کنفرانس کي له ګډون څخه ډډه وکړي ،دغه رپوټ وروسته له هغه خپريږي، چي د افغانستان- پاکستان په ګډه پوله کي په مومندو اجنسۍ کي پر يوې امنيتي پوستې باندي د ناټو په هوايي بريد کي لږ تر لږه ۲۴پاکستاني پوځيانو خپل ژوند له لاسه ورکړ ،دغي پيښي د اسلام آباد سياسي او پوځي مشران په غوصه کړي او له خپلو لويديځو متحدينو سره يې خپلي اړيکي او په سيمه کي د تروريزم ضد مبارزه کي پوځي همکارۍ تر پوښتني لاندي راوستي دي ،سره لدې چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان نه غوښتلي دي چې د بن په کنفرانس کې په ګډون باندې دې له سره غور وکړي، خو د پآکستان صدر اعظم یوسف رضا ګیلاني ویلي دي چې پدې کنفرانس کې به هغوي برخه وانخلي، بیاهم داسی معلومات تر لاسه شوی هم دی چی پاکستان  خپل دریځ نرم کړ دی او ویې  چې که امنیت ته یې تضمین ورکړای شي د بون په کنفرانس کې د نه ګډون کولو پر پرېکړه به له سره غور وکړي ،په کابل کې د بریتانیې سفیر هم د بن په کنفرانس کې د پاکستان ګډون د دواړو هېوادونو لپاره خورا مهم بولي او وایي، چې د دوي هلې ځلې دوام لري چې پاکستان دیته وهڅوي چې په بن کنفرانس کې برخه واخلي ، خو په عین حال کی یی داهم ویلی دی چی ((د بن غونډه د ناټو ناسته نه ده، بلکه د افغانستان لپاره جوړیږي، چې مشري یي هم د افغانستان په غاړه ده او موږ خواشینې یو، چې پاکستان په دې غونډه کې ګډون نه کوي ،دا غونډه پاکستان ته نه ده ځانګړې او د هغې ګډون پرته به هم جوړه شي او له مخکې نه په ځانګړو شویو مسئلو به پکې خبرې وشي ))."

د آلمان صدراعظمې ویلي دي چې د افغانستان په هکله د بن په راروان کنفرانس کې د پاکستان نه ګډون ډیر خواشینوونکی دی. هغې زیاته کړې چې کوښښ به وکړي، چي پاکستان دې ته قانع کړي، چي په کنفرانس کې برخه واخلي ،میرکل ویلي دي چي المان هڅه کوي تر څو پاکستان د بن په کنفرانس کې ګډون ته وهڅوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلیري کلنټن نن د پاکستان پر دې فیصلې خواشیني څرګنده کړه چې د افغانستان په اړه د بون په نړیوال کنفرانس کې ګډون نه کوي ،د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې، چې په جنوبي کوریا کې د مرستو یوه کنفرانس ته وینا کوله، پر خپلې مخکینۍ خبرې ټینګار وکړ چې په پوله کې د ناټو د هیلي کوپترو له لوري د پاکستاني پوځیانو وژنه یوه غمجنه پېښه وه او ویې ویل چې په دې برخه کې به تر وسه وسه ژر او مناسب تحقیقات وشي ،مېرمن کلنټن خبریالانو ته وویل: سپینه خبره دا ده چې د بون په کنفرانس کې د پاکستان له لوري د نه ګډون پرېکړه د افسوس وړ ده ځکه چې د دې کنفرانس د جوړېدو پلان ډېر پخوا جوړ شوی ده ،دې همداراز ویلی دی چی: پاکستان هم د امریکا د متحدو ایالتونو په شان په امن، ولسواک او باثبات افغانستان کې ګټې لري

کلنټن هیله ښودلی ده چې پاکستان به خپل نظر بدل کړي او د افغانستان په کنفرانس کې به ګډون وکړي چې د دغه هیواد د راتلونکي په باب پکې خبرې کېږي

په افغانستان کي د سياسي ايتلافونو له خوا د بن پر دوهمه غونډه له يوه سره نيوکي کيږي ،هغوی وايي، چي د دوی استازو ته بايد په کنفرانس کي د ګډون حق ورکړل شوی وای، ځکه د بن په لومړۍ غونډه کي هم د دوی په وينا يو شمېر با نفوذه او مقتدري څېرې له پامه غورځول سوي وې ،خو افغان او الماني چارواکي وايي، چي د بن په دوهمه غونډه کي به هيڅ راز نيمګړتياوي نه رامنځ ته کيږي او د افغانستان د راتلونکي په اړه به بنيادي بحثونه تر سره شي،د مدني ټولنو د همغږۍ جرګې په کابل کې د يوه مطبوعاتي کنفرانس له لارې د بن په کنفرانس کې د مدني ټولنو پر ترکيب اعتراض کړی دی. دوی ویلی دی چې د بن کنفرانس لپاره د مدني ټولنو استازي په ډېره نا دموکراتيکه  بڼه ټاکل شوي دي،ددغه مطبوعاتي کنفرانس ګډونوالو داسې اندېښنه ښودلی ده چې د مدني ټولنو د استازو په نامه چې کوم کسان د بن په کنفرانس کې ګډون کوي، ښايي نړيوالو ته د افغانستان يو ناسم انځور او ملی ضد طرحې وړاندې کړي او له همدې امله يې له دولت او نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې هوښيار اوسي. پای


December 2nd, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات